کندز ولایت کې ۱۵ زره او ۷۷۶ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Wed, Dec 21 2022 10:52 AM
.

د کندز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت دغه ولایت کې د ځینو سیمو په کتلو  او بررسۍ سره، زرګونه جریبه ځمکه امارتي تشخیص او تثبیت کړه.

یاد هیئت په دغې سیمه کې د ګلتپې ولسوالۍ اړوند عسقلان کلیو بلند آبه ته ولاړ او له سیمه ییزو مقاماتو او ځایي خلکو سره له کتنې څخه وروسته، د ۱۵ زره او ۷۷۶ جریبه للمي ځمکې د بررسۍ او تثبیت کار یې پیل کړ.

ددغې بررسۍ په پایله کې مشخصه شوه چې د یادې ځمکې ۲۷۶ جریبه ځمکه تر اجارې لاندې ده او د هغې ۹۰۰ جریبه ځمکه سپینه ده.دغه راز مشخصه شوه چې د هغې ۲۰۷۰ جریبه د افرادو او اشخاصو تر غصب لاندې ده او ۲۵۳۰ جریبه ځمکه یې د امارت تصرف لاندې ده او پر ۷۰۰۰ جریبه یې د خلکو لخوا ودانۍ او سرپناه  جوړې شوي دي.

په همدې حال کې، د بلخ ولايت تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د بلخ ریاست د کرني ریاست د 375 جریبه غصب شوې ځمکې په اړه راپور جوړو شو او په پام کې ده دغه راپور کمېسیون ته واستول شي.

دغه هیئت، د ناصر خسرو د هستوګنې پروژې استازی جلب او مشخصه کړه چې ددغې پروژې اصلي مالک وفات شوی او د هغه وارثین هم له هېواد څخه بهر حضور لري.

هغه شخص چې ځان یې استازی معرفي کړی د ۱۰ زره او ۸۴۰ جریبه ځمکې څخه د ۹۰۰ جریبه ځمکې قباله لري. هغه د وکیل په حیث توظیف شوی او پر دغه اساس یې د یادې پروژې ځمکې پلورلې دي.

په دغې ناسته کې، د ۲۰۲ شمېرې له یوې بلې قبالې د صحت او سقم په اړه چې د هغې له بدنې څخه سلګونه قبالې اجرا او څو لاسه پېرل او پلورل شوي تصمیم ونیول شو چې دغه موضوع له اړوندو مراجعو سره شریکه شي.

دغه راز یاد هیئت د مزارشریف شمال لویدیځ کې د آزادۍ، جنرال فیض په دشت شور کې او د برادران غضنفر د سیاه ګرد لویدیځ سړک کې د پروژو په اړه، د پروژو مسوولینو او استازو ته معلوماتي استعلامونه وویشل.

دغه راز په دیاده ناسته کې د مارمل، ذبیح الله شهید، بلال او بحر آب بې ځایه شوو پروژو په اړه پریکړه وشوه چې راتلونکې غوڼدې کې تر بررسۍ لاندې ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS