کندز ولایت کې ۱۵ زره او ۷۷۶ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

د کندز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت دغه ولایت کې د ځینو سیمو په کتلو او بررسۍ سره، زرګونه جریبه ځمکه امارتي تشخیص او تثبیت کړه.
یاد هیئت په دغې سیمه کې د ګلتپې ولسوالۍ اړوند عسقلان کلیو بلند آبه ته ولاړ او له سیمه ییزو مقاماتو او ځایي خلکو سره له کتنې څخه وروسته، د ۱۵ زره او ۷۷۶ جریبه للمي ځمکې د بررسۍ او تثبیت کار یې پیل کړ.
ددغې بررسۍ په پایله کې مشخصه شوه چې د یادې ځمکې ۲۷۶ جریبه ځمکه تر اجارې لاندې ده او د هغې ۹۰۰ جریبه ځمکه سپینه ده.دغه راز مشخصه شوه چې د هغې ۲۰۷۰ جریبه د افرادو او اشخاصو تر غصب لاندې ده او ۲۵۳۰ جریبه ځمکه یې د امارت تصرف لاندې ده او پر ۷۰۰۰ جریبه یې د خلکو لخوا ودانۍ او سرپناه جوړې شوي دي.
په همدې حال کې، د بلخ ولايت تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د بلخ ریاست د کرني ریاست د 375 جریبه غصب شوې ځمکې په اړه راپور جوړو شو او په پام کې ده دغه راپور کمېسیون ته واستول شي.
دغه هیئت، د ناصر خسرو د هستوګنې پروژې استازی جلب او مشخصه کړه چې ددغې پروژې اصلي مالک وفات شوی او د هغه وارثین هم له هېواد څخه بهر حضور لري.
هغه شخص چې ځان یې استازی معرفي کړی د ۱۰ زره او ۸۴۰ جریبه ځمکې څخه د ۹۰۰ جریبه ځمکې قباله لري. هغه د وکیل په حیث توظیف شوی او پر دغه اساس یې د یادې پروژې ځمکې پلورلې دي.
په دغې ناسته کې، د ۲۰۲ شمېرې له یوې بلې قبالې د صحت او سقم په اړه چې د هغې له بدنې څخه سلګونه قبالې اجرا او څو لاسه پېرل او پلورل شوي تصمیم ونیول شو چې دغه موضوع له اړوندو مراجعو سره شریکه شي.
دغه راز یاد هیئت د مزارشریف شمال لویدیځ کې د آزادۍ، جنرال فیض په دشت شور کې او د برادران غضنفر د سیاه ګرد لویدیځ سړک کې د پروژو په اړه، د پروژو مسوولینو او استازو ته معلوماتي استعلامونه وویشل.
دغه راز په دیاده ناسته کې د مارمل، ذبیح الله شهید، بلال او بحر آب بې ځایه شوو پروژو په اړه پریکړه وشوه چې راتلونکې غوڼدې کې تر بررسۍ لاندې ونیول شي.