د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو د پنجشیر ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
Thu, Dec 15 2022 1:19 PM
.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو د جمادي الاول میاشت په ۱۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د پنجشیر ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او ددغه ریاست له رییس او کارکوونکو سره یې وکتل.

په دغې لیدنه کې، د پنجشیر ولایت د عدلیې رییس الحاج مولوي سیف الله منصور عدليې ریاست ته د هغوی د راتګ هرکلی وکړ او ددغه ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو کړنې يې وستایلې.

هغه زیاته کړه چې د عدلیې ریاست ټول پرسونل په ټاکل شوي وخت خپلو دندو ته حاضر دي او د پرسونل د چلند د اصلاح په برخه کې د اسلامي شریعت له حدودو سره سم نظارت ترسره شوی دی.

هغه زیاته کړه چې ددغه ریاست ټول کارکوونکي د اسلام سپیڅلي دین په اصولو او ارښتونو برابر دي.

په دغې لیدنه کې، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسب نور احمد ثاقب په خپل دیني وعظ کې د آیتونو او حدیثونو یادونه وکړه او ددغه ریاست کارکوونکو ته يې سپارښتنه وکړه چې په جماعت سره لمونځونه، درس او تعلیم د خپل ژوند په سرمشق کې ونیسي او خپل صورت او سیرت له نبوي (صل الله علیه وسلم) سنتو سره سم عیار کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS