له۳ زره جریبو څخه زیاته ځمکه په تخار ولایت کې امارتي تثبیت شوه
د تخار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت د ځینو سیمو په بررسۍ سره، په دغه ولایت کې له ۳ زره جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تصویب کړه.
دغه هیئت، له بررسیو څخه وروسته په تنګي فرخار کې کابو ۲۹۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه او ددغه ولایت د شهر کهنه په سیمه کې له ۱۵۰ جریبو څخه زیاته اوبه لرونکې غصب شوې ځمکه په ګوته او امارتي تصویب کړه.
دغه راز یاد هیئت، د تالقان ښار د حاجي غفور په ګزر کې د سیند په غاړه ۴ جریبه ځمکه او د مخکني ملي امنیت د کارکوونکو اړوند ۴ کورونه په ګوته او امارتي تصویب کړل. دغه راز یاد هیئت، د تالقان ښار د مال بازار په ختیځ کې ۲۳ جریبه اوبه لرونکې غصب شوې ځمکه او ۱۰۴ جریبه غصب شوې ځمکه په دغه ښار کې امارتي تصویب کړې.
په همدې حال کې، د قندوز ولایت تخنیکي هیئت د قلعه ذال ولسوالۍ له سیمو څخه د لیدنې په ترڅ کې د ۱۰۰ جریبه ځمکې د غصب مخنیوی وکړ او په غصب شوو سیمو کې يې جوړ شوي دیوالونه ویجاړ کړل.
پر دې سربېره، د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم جوړه شوه او هیئت د ځينو سیمو د بررسیو راپور وړاندې کړ.
یاد هیئت راپور وړاندې کړ چې د بصرام د ښوونځي له ۲۳۵ جریبه ځمکې څخه ۱۲۷ جریبه غصب شوې او ۹۸ جریبه يې سپینه ده. هیئت راپور ورکړ چې د کادستر په کتاب کې ددغه ښوونځي ځمکه ۱۳۵ جریبه ثبت ده. ددغې ځمکې د تثبیت له پاره لازمې لارښوونې ورکړل شوې.
دغه راز هیئت راپور ورکړ چې د خیروخیلو صنعتي پارک ۲۱ تنو غاصبینو د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د حکمونو په منلو سره، په بدل کې د ځمکې غوښتونکي دي. په ناسته کې پریکړه وشوه چې ددغو اشخاصو عریضې دې کمېسیون ته راجع شي.
دغه راز پریکړه وشوه چې د کاکڅ ولسوالۍ ۱۲۰ جریبه ځمکې دعوا کې دخیل اشخاص وغوښتل شي او د عدم قناعت په صورت کې، موضوع کمېسیون ته راجع شي.
د سرپل ولایت تخنیکي هیئت هم خپله ناسته جوړه کړه او له سیمو څخه په لیدنې سره يې د غصب شوو ځمکو د استرداد په برخه کې اقدام وکړ.
هیئت د ملکي خانقا کیلي ته داخل شول او د رسنیو په حضور کې، ۴۸۷۲ جریبه ځمکه چې مخکې امارتي تثبیت شوې وه، استرداد کړه او څړځای اعلام کړ.
دغه راز یاد هیئت د یاد کیلي له مشرانو سره وکتل او د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان او د دولتي ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه یې معلومات وړاندې کړل. د څړځای خلکو او متصرفینو هم ژمنه وکړه چې له دغې سیمې څخه به ساتنه وکړي.
