له۳ زره جریبو څخه زیاته ځمکه په تخار ولایت کې امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۹:۵۱
.

د تخار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت د ځینو سیمو په بررسۍ سره، په دغه ولایت کې له ۳ زره جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تصویب کړه.

دغه هیئت، له بررسیو څخه وروسته په تنګي فرخار کې کابو ۲۹۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه او ددغه ولایت د شهر کهنه په سیمه کې له ۱۵۰ جریبو څخه زیاته اوبه لرونکې غصب شوې ځمکه په ګوته او امارتي تصویب کړه.

دغه راز یاد هیئت، د تالقان ښار د حاجي غفور په ګزر کې د سیند په غاړه  ۴ جریبه ځمکه او د مخکني ملي امنیت د کارکوونکو اړوند  ۴ کورونه په ګوته او امارتي تصویب کړل. دغه راز یاد هیئت،  د تالقان ښار د مال بازار په ختیځ کې  ۲۳ جریبه اوبه لرونکې غصب شوې ځمکه او ۱۰۴ جریبه غصب شوې ځمکه په دغه ښار کې امارتي تصویب کړې.

.

په همدې حال کې، د قندوز ولایت تخنیکي هیئت د قلعه ذال ولسوالۍ له سیمو څخه د لیدنې په ترڅ کې د ۱۰۰ جریبه ځمکې د غصب مخنیوی وکړ او په غصب شوو سیمو کې يې جوړ شوي دیوالونه ویجاړ کړل.

پر دې سربېره، د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم جوړه شوه او هیئت د ځينو سیمو د بررسیو راپور وړاندې کړ.

یاد هیئت راپور وړاندې کړ چې د بصرام د ښوونځي له ۲۳۵ جریبه ځمکې څخه ۱۲۷ جریبه غصب شوې او ۹۸ جریبه يې سپینه ده. هیئت راپور ورکړ چې د کادستر په کتاب کې ددغه ښوونځي ځمکه ۱۳۵ جریبه ثبت ده. ددغې ځمکې د تثبیت له پاره لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

دغه راز هیئت راپور ورکړ چې د خیروخیلو صنعتي پارک ۲۱ تنو غاصبینو د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د حکمونو په منلو سره، په بدل کې د ځمکې غوښتونکي دي. په ناسته کې پریکړه وشوه چې ددغو اشخاصو عریضې دې کمېسیون ته راجع شي.

.

دغه راز پریکړه وشوه چې د کاکڅ ولسوالۍ  ۱۲۰ جریبه ځمکې دعوا کې دخیل اشخاص وغوښتل شي او د عدم قناعت په صورت کې، موضوع کمېسیون ته راجع شي.

د سرپل ولایت تخنیکي هیئت هم خپله ناسته جوړه کړه او له سیمو څخه په لیدنې سره يې د غصب شوو ځمکو د استرداد په برخه کې اقدام وکړ.

.

هیئت د ملکي خانقا کیلي ته داخل شول او د رسنیو په حضور کې، ۴۸۷۲ جریبه ځمکه چې مخکې امارتي تثبیت شوې وه، استرداد کړه او څړځای اعلام کړ.

دغه راز یاد هیئت د یاد کیلي له مشرانو سره وکتل او د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان او د دولتي ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه یې معلومات وړاندې کړل. د څړځای خلکو او متصرفینو هم ژمنه وکړه چې له دغې سیمې څخه به ساتنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS