پروان ولایت کې کابو ۵۶۱ جریبه نوره ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Tue, Dec 06 2022 3:12 PM
.

د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ناستې په جوړولو او  د میاخیل، ملا محمد خیل او ناصري  کیلیو د ځینو برخو په لیدنې سره، ۵۶۱.۷۳ جریبه ځمکه په دغو سیمو کې امارتي تشخیص او د هغې غاصبان یې مشخص کړل.

.

دغه راز ددغه ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ د خم کلان سیمې له اوسیدونکو سره وکتل او له  هغوی سره يې د ځمکې د غصب څخه د ځان ساتلو په اړه خبرې وکړې.

له بلې خوا د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې پریکړه وشوه چې د کوز کنړ ولسوالۍ د ځمکو د غصب موضوع د ولایت له مقام سره شریکه کړل شي. دغه راز یاد هیئت د کوټ ولسوالۍ او هسکې مینې د میدان سیمه بررسي کړه او په پایله کې یې امارتي تثبیت کړه.

.

پر دې سربېره د دوو تېرو ورځو په لړ کې د کابل، فاریاب، سرپل، سمنګان، تخار، بغلان، جوزجان او غور ولایتونو کې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونوخپل غونډې جوړې کړې او د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او ثبیت د څرنګوالي په اړه  یې بحث وکړ.

د کابل ولایت تخنیکي هیئت، د ملاه ترخیل ښارګوټي د بررسۍ راپور جوړ کړ او دوه تخنیکي ټیمونه یې د ګوسفند درې، خاک جبار او د ملاجاوید او المصور ښارګوټو د بررسۍ په منظور تعیین کړل. دغه هیئت، د دولتي ځمکو د ثبیت او تصفيې جدول هم ترتیب کړ.

.

د فاریاب ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې پریکړه وشوه چې په دغه ولایت کې ټولو امارتي ادارو ته د غصب شوو ځمکو د دقیقې احصایې د استولو په منظور لیک ولیږل شي. دغه راز هیئت پریکړه وکړه چې د غصب شوو ځمکو د دقیقې احصایې ترلاسه کولو څخه وروسته، خپل  پلان طرحه او ترتیب کړي.

د سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو د هیئتونو په تخنیکي ناسته کې د غونډو ورځې او سیمو کې د عملي کار ورځي وټاکل شوې او پریکړه وشوه چې له ادارو څخه موثقه سندونو راټول او پېچلي موضوعات د لارښوونې ترلاسه کولو له پاره کمېسیون ته راجع شي.

.

د سمنګان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې له بودجې څخه د شفافه لګښتونو په اړه ټینګار وشو او پریکړه وشوه چې عملي کار د حضرت سلطان له ولسوالۍ څخه پیل شي.

د تخار ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه او په هغې کې د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد په برخه کې تصمیمونه ونیول شول.

.

د بغلان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، د امیرالمومنین حفظه الله له فرمان څخه هرکلی او د هغه د بشپړ تطبیق په اړه ټینګار وشو. په دغې ناسته کې، د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

.

د غور د کرنې رییس (د تخنیکي هیئت رییس) په ګرم آبک پوزه لیج علیا کې د ځمکو په اړه له یو شمېر مخورو سره خبرې وکړې او له هغوی څخه یې  وغوښتل چې خپل سندونه او مدارک د هیئت په نوبتي غونډه کې وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS