د پکتیکا ولایت د عدليې رییس د ارګون ولسوالۍ له موټر پلورونکو سره وکتل

hayat_admin
Thu, Dec 01 2022 9:19 AM
.

د پکتیکا ولایت د عدليې رییس مولوي حیات الله امین د جمادي الاول میاشت په ۵ نېټه د سه شنبې په ورځ ددغه ولایت ارګون ولسوالۍ له موټر پلورونکو سره د عدلې ریاست په مقر کې وکتل.

په دغې کتنه کې د عدليې رییس د ارګون ولسوالۍ له موټر پلورونکو څخه وغوښتل چې خپل کارونو له اصولو سره سم ترسره کړي او خپل بلانسونه تصفیه کړي. دغه راز له هغه شمېر موټر پلرونکو څخه چې د فعالیت جواز یې نه دی ترلاسه کړي وغوښتل چې، ژر تر ژره دې جواز ترلاسه کړي چې هم اصول مراعات شي او هم یې معامله په قانوني ډول ترسره شي.

د عدليې رییس له یادو موټر پلورونکو څخه وغوښتل چې د پېر او پلور د ثبت کتابچه ددغه ولایت له مستوفیت څخه ترلاسه کړي او خپل ټولې معاملې په دغو کتابچو کې ثبت کړي ترڅو د دولت عواید حیف او میل نشي.

په دغې کتنه کې د یاد ریاست د انسجام مدیر د جواز ترلاسه کولو پروسه هغوی ته تشریح کړه، او زیاته يې کړه چې ټولې قانوني او اصولي آسانتیاوي د هغوی له پاره برابروي.

 په دغې کتنه کې یادو موټر پلورونکو د عدلیې ریاست له همکارۍ څخه قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې خپل معاملې په قانوني ډول ترسره کوي او ډیر ژر به د قانوني جواز د ترلاسه کولو برخه کې اقدام وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS