د بغلان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, Nov 17 2022 1:41 PM
.

د بغلان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۲۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدليې رییس مولوي ګل رسول نصرت په مشرۍ او ددغه ریاست د امرینو او کارکوونکو په ګډون د عدليې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د عدليې رییس د موضوع په اړه خبرې وکړې او ددغه ریاست کارکوونکو له پاره یې توصیه وکړ چې حاضرۍ ته پابنده اوسي او په ټاکل شوي وخت خپلو دندو ته حاضر اوسي.

دغه راز نوموړي ددغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې خپل مسوولیتونه په منظم ډول پرمخ یوسي او له مراجعینو سره ښه رویه ولري.

په دغې ناسته کې د عدلیې ریاست کارکوونکو خپل ستونزې او وړاندیزونه د عدلیې له رییس سره شریک کړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS