د کنړ ولایت د عدليې ریاست په همکارۍ پنځه تنه د اصلاح له مرکز څخه ازاد شول

waheed
Sun, Oct 16 2022 10:39 AM
.

د کنړ ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو امر د ماشومانو د ساتنې په نوبتي ناسته کې چې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه، د دغې برخې راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د دغه امریت په همکارۍ پنځه تنه ماشومان ازاد شوي دي.

په دغې ناسته کې چې د دولتي او غیر دولتي ادارو کارکوونکو ګډون درلود، هرې ادارې د ماشومانو د ساتنې برخه کې خپل کاري راپور وړاندې کړ.

د کنړ ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو امر هم د خپل راپور په وړاندې کولو سره وویل چې په روانه میاشت کې ۵ قضیې چې ۲ د قتل قضیې، ۲ د غلا قضیې او ۱ د مجروحیت قضیه په کې شاملې وې دغه امریت ته راجع شوي او یادو موضوعاتو کې د حقوقي مرستو امریت په همکارۍ ۵ تنه د اصلاح له مرکز څخه ازاد شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د عدليې وزارت د حقوقي مرستو برخه په مرکز او ولایتونو کې دنده لري چې بې وزله تورنو او شکمنو له پاره وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS