د عدلیې وزارت د یو کال په ترڅ کې د بې وزلو تورنو او مظنونینو اړوند، ۱۶۷ قضیو څخه دفاع کړې.

waheed
Mon, Oct 10 2022 2:50 PM
.

د عدلیې وزارت د تېر یو کال په ترڅ کې د بې وزلو تورنو او مظنونینو اړوند له  ۱۶۷ قضیو څخه په عدليي او قضایي بنسټونو کې دفاع کړې. د دغو قضیو څخه دفاع؛ د دغه وزارت د حقوقي مرستو ریاست د حقوقي مرستندویانو لخوا ترسره شوې.

دغه راز یاد ریاست د دغه کال په بهیر کې یوازې په مرکز کې ۶ زره او ۹۳۶ تنو له پاره د حقوقي پوهاوي برنامه جوړه کړې او د شریعت د حکمونو په رڼا کې د زعیم (مشر) صلاحیتونه او مکلفیتونه او د غصب تر عنوان لاندې دوه تبلیغاتي ګڼې چمتو کړي او لیکلي دي.  

دغه راز یاد ریاست، ۱۳۶ تنو غوښتونکو له پاره وړیا حقوقي مشورې وړاندې کړي او په ټولنیزو پاڼو کې يې زیات شمېر شرعي او حقوقي پیغامونه خپاره کړي دي.

دغه ریاست هر ورځ په دغه ریاست کې عقیدتي درسونه ترسره کوي او د لاښه انسجام او هېوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په منظور خپلې غونډې هم په منظم ډول ترسره کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS