د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې د ملکیتونو د استرداد په منظور ناسته جوړه شوه

waheed
Thu, Oct 06 2022 10:09 AM
.....

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې ملکیتونه چې د ښوونې او لوړو زده کړو وزارتونو تر تصرف لاندې دي؛ د استرداد په منظور يې د عدلیې وزارت په تالار کې ناسته جوړه شوه.

دغه ناسته د یادې ادارې له غوښتنې څخه وروسته د امیرالمومنین حفظه الله د حکم پر اساس، د یادې ادارې د ملکیتونو د سپارلو په منظور چې اوس مهال د لوړو زده کړو محترم وزارت او د ښووني وزارت په تصرف کې دي، د اړونده ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه.

د کابینې د پرېکړې پر اساس د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر او د علومو د اکاډمۍ معین مولوي عرفان الله عرفان صاحب زاده ګمارل شوي دي چې دغې قضیې ته رسیده ګي وکړي او راپور يې د ریاست الوزار اداري معاونیت ته وړاندې کړي.

.

په یاده ناسته کې، د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر، د ښوونې وزارت معین مولوي سخا‌ءالله او د سندونو او اړیکو رییس، د دارالحفاظونو رییس او د دغه وزارت د شخړو د حل مدیر، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې لوی رییس مولوي غلام حیدر شهامت، مالي مرستیال، د خدمتونو او ملکیتونو رییس، تخنیکي مشاور، حقوقي مشاور د دغې ادارې د ملکیتونو آمر او د جایدادونو د ثبتولو مدیر، د لوړو زده کړو د وزارت د مالي او اداري چارو معین مولوي حافظ حامد حسیب او د دغه وزارت د کیفیت د تضمین رییس او د ملکیتونو او زیربناوو رییس او د علومو د اکاډمۍ معین مولوي عرفان الله عرفان صاحب زاده ګډون کړی وو او د موضوع په اړه يې خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې یادو ادارو د دعوا تر لاندې د ملیکتونو په اړه معلومات ورکړل، او خپل اثباتیه سندونه او مدارک یې وړاندې کړل.

په پایله کې څرګنده شوه چې د سرپل ولایت د ادارې او حساب دارۍ د انستېتوت ودانۍ، هرات ولایت کې څېړنیز مرکز، په کابل کې د ATVI انستېتوت ودانۍ او د بشري سرچینو ۷ پوړه ودانۍ  چې اوس مهال د ښوونې وزارت تر تصرف لاندې ده، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پورې اړه لري.

1

دغه راز پرېکړه وشوه چې د کندهار ولایت د کرنې د انستېتوت ځمکه چې اوس مهال د لوړو زده کړو وزارت تر تصرف لاندې ده، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پورې اړه لري او همدغه راز پرېکړه وشوه چې په خوست ولایت کې میخانیکي انستېتوت چې اوس مهال د دفاع وزارت مجاهدین په کې هستوګنه لري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پورې اړه لري او دغې ادارې ته دې وسپارل شي.

دغه راز پرېکړه وشوه چې په بلخ ولایت کې د نفت او ګازو د انستېتوت ودانۍ هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پورې اړه لري او د کندز ولایت د کرنې او وترنرۍ انستېتوت د ۹ جریبه او ۳ بسوې ځمکې په تړاو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې ادعا په اړه پرېکړه وشوه چې دغه موضوع د اړیکې له حیثه د شخړو د حل کمېسیون ته راجع شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS