د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکونکو د جواز صادرولو له درکه له ۲.۵ ميلیونه افغانیو څخه زیات عواید راټولول

waheed
Thu, Sep 29 2022 10:57 AM
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږي په میاشت کې د معاملو د لارښوونو د فترونو ا دعریضې لیکونکو د جوازونو د تمدید او صادرولو له درکه ۲ میلیونه او ۵۸۸ زره او ۹۱۸ افغانۍ عواید ټول کړي او د اسلامي امارت خزانې ته یې تحویل کړې دي.

د دغې میاشتې په بهیر کې ۱۵۶ تنو غوښتونکو  له پاره د معاملو د لارښوونو د فعالیت جواز  صادر شوی چې له هغو څخه ۱۰۱ جوازونه نوي او ۵۵ يې تمدیدي جوازونه دي.

همدا راز دغه ریاست د یو میاشت په بهیر کې د معاملو د لارښوونو ۲۲ جوازونه لغو کړي او د جواز د لغو کولو ۱۷ غوښتنلیکونه یې اجرا کړي دي.

یاد ریاست په دغه میاشت کې ۲۹۵ د معاملو د لارښوونو دفترونه د نظارت او بررسۍ لانې نیولي چې پایله کې یې د معاملو د لارښوونو ۵۶ دفترونه د سرغړونو او د غیر قانوني فعالیتونو له امله د دغه ریاست له لوري تړل شوي دي.

همدغه راز یاد ریاست ۳۷ تنو نورو غوښتونکو ته د عریضې د لیکنې د فعالیت جواز صادر کړی چې له هغو څخه ۳۱ جوازونه نوي او ۶ نور جوازونه یې تمدید شوي دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS