د عدليې وزارت د رئیسانو او آمرینو ناسته جوړه شوه

waheed
Tue, Aug 23 2022 9:10 AM

د اسلامي امارت د عدليې وزارت  د مرکزي رئیسانو او آمرینو ناسته د روان کال د محرم الحرام میاشتې په ۲۳ نېټه د يکشنبې په ورځ د دې وزارت سرپرست شیخ  الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې  ناسته کې، د عدليې وزیر کندهار ته د خپل دوه ورځني سفر په اړه معلومات ورکړل او د دې وزارت رئیسانو او آمرینو ته یې د امیرالمؤمنین حفظه الله توصیې بیان کړې.

هغه زیاته کړه چې امیرالمؤمنین حفظه الله د اسلامي امارت مقاماتو ته لارښوونه کړې چې بېلابېلو څانګو کې لګیدل شوې جریمې له منځه یوسئ.

همدا راز د عدلیې وزیر وویل چې د قوانینو په اړه یې امیرالمؤمنین حفظه الله سره خبرې وکړې او هغه توصیه وکړه چې باید ټول فرمانونه خپاره او عمل پرې وشي. همدا راز هغه د اسلامي امارت مسوولینو ته توصیه وکړه چې خپل ټول کارونه شریعت سره سم ترسره کړئ او له (مشتبهاتو) څخه ډډه وکړئ.

امیرالمؤمنین حفظه الله د کندهار ناسته کې د قوانینو په اړه توصیه وکړه چې قوانین باید د حنفي فقهې او  (مجله الحکام) پر بنسټ ترتیب شي او هره ماده دې د حنفي فقهې په استناد استخراج شي او جزئیه دې ولري. هغه وویل دا کار ډیر مهم دی ځکه چې دې کار سره زموږ نظام پېاوړی او با ثباته کېږي.

د عدلیې وزیر وویل چې د ځمکو د شخړو د حل مقرره یې هم امیرالمؤمنین حفظه الله ته وړاندې کړه چې د اوږد بحث او اصلاح نه پس امیرالمؤمنین حفظه الله د دغې مقررې ستاینه وکړه.

په پای کې د عدلیې وزیر د دې وزارت رئیسانو ته توصیه وکړه چې خپل مامورین کنترول او د ادارې د چارو ښه والي له پاره هڅه وکړئ. همدا راز هغه د دې وزارت رئیسانو ته وویل چې خپلو دندو ته پایبنده اوسئ او خپل کارونه په سمه توګه او په خپل وخت ترسره کړئ او د ستونزو رامنځته کېدو په صورت کې، موضوع هغه سره شریکه کړي او خپلو کې دې یو پر بل اعتماد وکړئ. هغه زیاته کړه چې سو‌ء ظن هم شرعاً ناروا ده او په اداري کارونو کې ستونزې او خڼدونه واقع کوي نو په کلکه ورڅخه ډډه وکړئ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS