د عدليې وزارت د رئیسانو او آمرینو ناسته جوړه شوه
د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مرکزي رئیسانو او آمرینو ناسته د روان کال د محرم الحرام میاشتې په ۲۳ نېټه د يکشنبې په ورځ د دې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د عدليې وزیر کندهار ته د خپل دوه ورځني سفر په اړه معلومات ورکړل او د دې وزارت رئیسانو او آمرینو ته یې د امیرالمؤمنین حفظه الله توصیې بیان کړې.
هغه زیاته کړه چې امیرالمؤمنین حفظه الله د اسلامي امارت مقاماتو ته لارښوونه کړې چې بېلابېلو څانګو کې لګیدل شوې جریمې له منځه یوسئ.
همدا راز د عدلیې وزیر وویل چې د قوانینو په اړه یې امیرالمؤمنین حفظه الله سره خبرې وکړې او هغه توصیه وکړه چې باید ټول فرمانونه خپاره او عمل پرې وشي. همدا راز هغه د اسلامي امارت مسوولینو ته توصیه وکړه چې خپل ټول کارونه شریعت سره سم ترسره کړئ او له (مشتبهاتو) څخه ډډه وکړئ.
امیرالمؤمنین حفظه الله د کندهار ناسته کې د قوانینو په اړه توصیه وکړه چې قوانین باید د حنفي فقهې او (مجله الحکام) پر بنسټ ترتیب شي او هره ماده دې د حنفي فقهې په استناد استخراج شي او جزئیه دې ولري. هغه وویل دا کار ډیر مهم دی ځکه چې دې کار سره زموږ نظام پېاوړی او با ثباته کېږي.
د عدلیې وزیر وویل چې د ځمکو د شخړو د حل مقرره یې هم امیرالمؤمنین حفظه الله ته وړاندې کړه چې د اوږد بحث او اصلاح نه پس امیرالمؤمنین حفظه الله د دغې مقررې ستاینه وکړه.
په پای کې د عدلیې وزیر د دې وزارت رئیسانو ته توصیه وکړه چې خپل مامورین کنترول او د ادارې د چارو ښه والي له پاره هڅه وکړئ. همدا راز هغه د دې وزارت رئیسانو ته وویل چې خپلو دندو ته پایبنده اوسئ او خپل کارونه په سمه توګه او په خپل وخت ترسره کړئ او د ستونزو رامنځته کېدو په صورت کې، موضوع هغه سره شریکه کړي او خپلو کې دې یو پر بل اعتماد وکړئ. هغه زیاته کړه چې سوء ظن هم شرعاً ناروا ده او په اداري کارونو کې ستونزې او خڼدونه واقع کوي نو په کلکه ورڅخه ډډه وکړئ.
