د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته تر سره شوه

waheed
Tue, May 31 2022 3:41 PM

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته د شوال المکرم په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د دې وزارت د مسلکي معین شیخ صاحب عبدالکریم حیدر په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې ولایتونو ته د لېږل شوو پلاوو د سفریې، د کارکوونکو د غرمې ډوډۍ د برابرولو د څرنګوالي، د مجاهدینو د درملنې ستونزې په ۳۰۰ بستر او ۴۰۰ بستر روغتونونو کې، د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د محافظینو رسمي کیدنه، د سلسله مراتبو پر بنسټ د ریاستونو د ستونزو د حل، د ولایتونو د کارکوونکو د حاضرۍ او نورو مسائلو په اړه، بحث او خبرې وشوې.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې مسلکي معین صاحب به په ۳۰۰ بستر او ۴۰۰ بستر روغتونونو کې د مجاهدینو د درملنې ستونزې له اړوندو مسؤولینو سره شریکې کړي. په همدې توګه پرېکړه وشوه چې د ستونزې د رامنځ ته کیدو په صورت کې دې هڅه وشي چې رامنځ ته شوې ستونزه اړوند ریاست کې حل شي که چېرې ستونزه لویه وه او په اړوند ریاست کې نه حل کیدله نو په دې صورت کې دې له معین صاحب یا وزیر صاحب سره شریکه شي.

په همدې توګه د ولایتونو د کارکوونکو د حاضرۍ په اړه، هم تصمیم ونیول شو چې د یو متحدالمال لیک په ترڅ کې د ولایتونو د عدلیې له ریاستونو څخه وغوښتل شي چې د کارکوونکو د حاضرۍ په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او کارکوونکي دې حاضرۍ ته پابنده و اوسي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS