د پکتیا ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه

waheed
Wed, Mar 09 2022 9:32 AM

د ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه د لیدنې او څارنې په لړ کې، د عدلیې وزارت د مالي او اداري رئیس ښاغلي مفتي فضل هادي«صاحب زاده» صاحب په مشرۍ د بېلا بېلو ادارو له رئیسانو او استازو څخه جوړ یوه اته کسیز پلاوي پکتیا ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي، په لومړي سر کې د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست بېلا بېلو برخې ولیدلی او وڅارلی او د دې ریاست د کارکوونکو د مسلکي او اداري کړنو څرنګوالی و څاره او وڅېړه. یاد پلاوي ددې ریاست د اجناسو د موجودې او د کارکوونکو په اړه د معلوماتو ترڅنګ د هغوی ستونزې واورېدی او د حل په منظور یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز نوموړي پلاوي د پکتیا ولایت د والي مرستیال شیخ صاحب عزیزالرحمن سره وکتل او د عدلیې ریاست اړوندې ستونزې یې ورسره شریکې کړې. د والي مرستیال ژمنه وکړه چې د عدلیې ریاست ستونزو ته به رسیدګي وکړي. په دې کتنه کې د عدلیې ریاست او د پکتیا ولایت د محترم مقام ترمنځ په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وشو.
همداراز یاد پلاوي د عدلیې ریاست د ستونزو د شریکولو او د زیاتې همغږۍ په منظور، د دې ولایت له مستوفي او د محکمو له رئیس سره وکتل او په چارو کې د همغږۍ او چټکتیا په منظور یې له یو بل سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS