د پکتیا ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۹:۳۲

د ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه د لیدنې او څارنې په لړ کې، د عدلیې وزارت د مالي او اداري رئیس ښاغلي مفتي فضل هادي«صاحب زاده» صاحب په مشرۍ د بېلا بېلو ادارو له رئیسانو او استازو څخه جوړ یوه اته کسیز پلاوي پکتیا ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي، په لومړي سر کې د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست بېلا بېلو برخې ولیدلی او وڅارلی او د دې ریاست د کارکوونکو د مسلکي او اداري کړنو څرنګوالی و څاره او وڅېړه. یاد پلاوي ددې ریاست د اجناسو د موجودې او د کارکوونکو په اړه د معلوماتو ترڅنګ د هغوی ستونزې واورېدی او د حل په منظور یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز نوموړي پلاوي د پکتیا ولایت د والي مرستیال شیخ صاحب عزیزالرحمن سره وکتل او د عدلیې ریاست اړوندې ستونزې یې ورسره شریکې کړې. د والي مرستیال ژمنه وکړه چې د عدلیې ریاست ستونزو ته به رسیدګي وکړي. په دې کتنه کې د عدلیې ریاست او د پکتیا ولایت د محترم مقام ترمنځ په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وشو.
همداراز یاد پلاوي د عدلیې ریاست د ستونزو د شریکولو او د زیاتې همغږۍ په منظور، د دې ولایت له مستوفي او د محکمو له رئیس سره وکتل او په چارو کې د همغږۍ او چټکتیا په منظور یې له یو بل سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معين د کندز ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع‌الاول د میاشتې په ۷ مه نېټه د سه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۳:۵۴
Background image

د تېرې یوې میاشت په اوږدو کې په اوو ولایتونو کې د څه باندې ۴۳ زره ۲۷۵ جریبه امارتي ځمکې استرداد

د ځمکو له غصب  څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په اوږدو کې په کندز، تخار، جوزجان، غور، لوګر، سمنګان او بادغیس ولایتونو کې څه باندې ۴۳ زره او ۲۷۵. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۳:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

د ننګرهار ولایت عدلیې رياست، د ربیع الاول د مياشتې په ۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستو. . .

BACK TO NEWS