له ۱۷ زرو ډیر د ځمکې غاصبین پيژندل شوي
عدليې وزارت د دولت د قضایاوو د عالي بورډ ناسته د عدليې وزير په مشرۍ او د بورډ د غړو په ګدون جوړه کړه.
په دې ناسته کې چې د سې شنبې ورځې د زمري په ۱۲ مه جوړه شوه، د بوړد غړي د عامه شتمنیو څخه د غصب مخنیوي په موخه د د ادارو ترمنځ د همغږۍ د تامین، د ښاري غیررسمي ملکیتونو چارو د تنظیم مقررې د حمکونو د تطبیق د څرنګوالي، د دولت د قضایاوو د استردادي قرارونو د تطبیق، د فعالیت د کړنلارې، د دې بورډ او د تخنیکي کمېټې د غونډو په جوړولو خبرې اترې وکړې.
په دغه غونډه کې د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي د دولت د قضایاوو د ادارې او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو ټینګار او زیاته یې کړه چې تمه ده د جمهوري ریاست د چارو اداره هم پدغه برخه کې همکاري وکړي.
همدا راز هغه زیاته کړه چې ستونزې باید د ادارو ترمنځ د همغږۍ او په ځانګړي ډول د دولت د قضایاوو د عالي بورډ د تخنیکي کميټې له لارې حل شي. هغه زیاته کړه چې که څه هم هېواد په حساسو شرایطو قرار لري؛ خو اړتیا ده څو خدماتو وړاندې کولو ته ادامه ورکړو او اوسنۍ شرایط نه باندې پر خدماتو منفي اغیز وکړي.
د جمهوري ریاست چارو د ادارې استازې چې د دغه بورډ غړیتوب لري، د سې شنبې په ناسته کې د خپلې چمتوالې څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې اداره یې د نورو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او ځواب ویلو ته د ادارو اړ ویستلو او چمتو کولو په برخه کې همکاري کوي.
په ورته وخت، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت استازې د دولت د قضایاوو د عالي بورډ بل غړی په دغه ناسته کې له ۱۷ زرو ډیرو د ځمکو غاصب له پېژندنې څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې غصب ته اړوندې ځانګړنې او د غصب شویو ځمکو اندازه د دوی له لوري ثبت شوي دي.
د دولت د قضایاوو د عالي بورډ په ناسته کې، د دې بورډ او د هغه تخنیکي کمیټې د غونډو د برابرولو کړنلارې او فعالیتونه هم تصویب شو.
همدا راز په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ښاري غیر رسمي ملکیتونو د چارو تنظیم د مقررې د حمکونو د تطبیق د څرنګوالي او د دولت د قضایاوو د استردادي قرارونو د تطبیق ستونزې په تخنیکي کمېټه کې بحث شي او پایله يې بورډ ته وړاندې شي.
