له ۱۷ زرو ډیر د ځمکې غاصبین پيژندل شوي

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۹:۳۸
.

عدليې وزارت د دولت د قضایاوو د عالي بورډ ناسته د عدليې وزير په مشرۍ او د بورډ د غړو په ګدون جوړه کړه.

په دې ناسته کې چې د سې شنبې ورځې د زمري په ۱۲ مه جوړه شوه، د بوړد غړي د عامه شتمنیو څخه د غصب مخنیوي په موخه د د ادارو ترمنځ د همغږۍ د تامین، د ښاري غیررسمي ملکیتونو چارو د تنظیم مقررې د حمکونو د تطبیق د څرنګوالي، د دولت د قضایاوو د استردادي  قرارونو د تطبیق، د فعالیت د کړنلارې، د دې بورډ او د تخنیکي کمېټې د غونډو په جوړولو خبرې اترې وکړې.

په دغه غونډه کې د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي د دولت د قضایاوو د ادارې او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو ټینګار او زیاته یې کړه چې تمه ده د جمهوري ریاست د چارو اداره هم پدغه برخه کې همکاري وکړي.

.

همدا راز هغه زیاته کړه چې ستونزې باید د ادارو ترمنځ د همغږۍ او په ځانګړي ډول د دولت د قضایاوو د عالي بورډ د تخنیکي کميټې له لارې حل شي. هغه زیاته کړه چې که څه هم هېواد په حساسو شرایطو قرار لري؛ خو اړتیا ده څو خدماتو وړاندې کولو ته ادامه ورکړو او اوسنۍ شرایط نه باندې پر خدماتو منفي اغیز وکړي.

د جمهوري ریاست چارو د ادارې استازې چې د دغه بورډ غړیتوب لري، د سې شنبې په ناسته کې د خپلې چمتوالې څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې اداره یې د نورو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او ځواب ویلو ته د ادارو اړ ویستلو او چمتو کولو په برخه کې همکاري کوي.

په ورته وخت، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت استازې د دولت د قضایاوو د عالي بورډ بل غړی په دغه ناسته کې له ۱۷ زرو ډیرو د ځمکو غاصب له پېژندنې څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې غصب ته اړوندې ځانګړنې او د غصب شویو ځمکو اندازه د دوی له لوري ثبت شوي دي.

.

د دولت د قضایاوو د عالي بورډ په ناسته کې، د دې بورډ او د هغه  تخنیکي کمیټې د غونډو د برابرولو  کړنلارې او فعالیتونه هم تصویب شو.

همدا راز په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ښاري غیر رسمي ملکیتونو د چارو تنظیم د مقررې د حمکونو د تطبیق د څرنګوالي او د دولت د قضایاوو د استردادي  قرارونو د تطبیق ستونزې په تخنیکي کمېټه کې بحث شي او پایله يې بورډ ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS