د فاریاب ولایت د عدلیې رئیس وپېژندل شو.

waheed
Wed, Jun 09 2021 2:55 PM
.

د کابل ولایت د حقوقو پخواني رئیس سید غلام محمد رحماني چې په وروستیو کې د فاریاب ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د مرستیال او سرپرست له خوا کارکوونکو او مسوولینو ته وپېژندل شو.

د فاریاب ولایت د عدليې رئیس د پېژندنې په مراسمو کې چې د دغه ولایت د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، د دغه ولایت د ټولنیز مرستیال، د ولایتي شوری مرستیال، د دولتي ادارو رئیسان،  د مدني ټولنې استازو او د دغه ولایت د عدليې ریاست یو شمیر کارکوونکو شتون درلود.

د فاریاب ولایت مرستیال او سرپرست ښاغلي الحاج عبدالمقیم راسخ د دغه ولایت د عدليې رئیس په توګه د ښاغلي رحماني د پېژندنې پرمهال، دغه منصب یې هغه ته مبارکي وویله او د چارو پرمخبیولو کې د بریا هیله ورته وکړه. ښاغلی راسخ د فاریاب ولایت د عدليې رئیس ته هرکلۍ وویله او په دغه ولایت کې د ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

.

د فاریاب ولایت د عدليې نوي رئیس هم د عدليې وزارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د دغه ریاست د ستونزو د حلولو په لاره کې هر ډول هڅې ته ژمن دی.

په پای کې د فاریاب ولایت د عدليې رئیس د دغه ولایت د مرستیال او سرپرست، ټولنیز مرستیال، د ولایتي شوری مرستیال او نورو مل همکارانو له لوري خپل کاري دفتر ته لارښودنه وشوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS