د عدليې وزارت د معاملو د لارښوونو او د عریضه لیکونکو د چارو رئیس وپیژندل شو

waheed
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۲۲:۲۴
.

د عدليې وزارت د مالي او اداري چارو معین ګل محمد ګلزي د دې وزارت د سمون د لوی ریاست د معاملو د لارښوونو او د عریضه لیکونکو د چارو رئيس عبدالهادي امیري قرلق معرفي کړ.

ښاغلي قرلق د آزادې سیالۍ د بهیر له تېرولو او د جمهوري ریاست د حکم له منظورۍ سره د عدليې وزارت د سمون د لوی ریاست د معاملو د لارښوونو او د عریضه لیکونکو د چارو د رئیس په توګه وټاکل شو.

د عدليې وزارت د اداري او مالي چارو معین ګل محمد ګلزي د دې ادارې رئيسانو او کارکوونکو ته د ښاغلي قرلق د ورپېژندنې په ترڅ کې او هغه ته د مبارکۍ تر څنګ، د سمون د لوی ریاست  د معاملو د لارښوونو او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د دغه وزارت  یو له مهمو او بنسټیزو برخو څخه وباله.

.

د عدليې وزارت معین د دې وزارت د چارواکو او رئیسانو له ملاتړ څخه د معاملو د لارښوونو او د عریضه لیکونکو د چارو رئیس ته ډاډ ورکړ او خلکو ته د خدمت په لاره کې ورته د لازیاتو بریالیتوبونو استدعا وکړ.

د عدليي وزارت د سمون د لوی ریاست سرپرست هم د دې وزارت د معاملو د لارښوونو او عریضه لیکونکو د چارو د رئیس د پيژندنې پر مهال، هغه ته د مبارکۍ تر څنګ، د دې برخې د کاري بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ او ښاغلي قرلق ته لا برباوو هیله وکړه. ښاغلي قرلق د عدليې وزارت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ، د دې برخې  د چارو د ښه والي لپاره د لا زیات کار او هڅو ژمنه وکړه.

هغه د کابل پوهنتون له ادارې او دیپلوماسۍ پوهنځي څخه د لېسانس سند لري او له دې مخکې يې په بېلابېلو ادارو کې دنده تر سره کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS