په تېرو دوو میاشتو کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بېوزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د ربیع الثاني او جمادي الأولی د میاشتو په اوږدو کې، لسګونو بیوزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په محکمو کې يې د هغوی له شرعي او قانوني حقونو څخه دفاع کړې ده.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست حقوقي مساعدینو، د همدې مودې په اوږدو کې د محکمو په ۱۲۷ قضايي ناستو کې ګډون کړی او د خپلو مؤکلینو له شرعي او قانوني حقوقو څخه یې دفاع کړې ده.
همداراز، په همدې موده کې حقوقي مساعدینو له لوري ۵۰۲ ځله د بېوزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو قضیې تعقیب شوي او ۲۰۰ تنو غوښتونکو ته وړیا حقوقي مشورې وړاندې شوې دي.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مدني او جزائي قضیو کې بېوزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو اشخاصو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کوي او په محکمو کې د هغوی له حقونو څخه دفاع کوي ترڅو عدالت په سمه توګه تأمین شي.
