په تېرو دوو میاشتو کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي

barekzai_admin
Sat, Nov 28 2026 2:48 PM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د ربیع الثاني او جمادي الأولی د میاشتو په اوږدو کې، لسګونو بی‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په محکمو کې يې د هغوی له شرعي او قانوني حقونو څخه دفاع کړې ده.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست حقوقي مساعدینو، د همدې مودې په اوږدو کې د محکمو په ۱۲۷ قضايي ناستو کې ګډون کړی او د خپلو مؤکلینو له شرعي او قانوني حقوقو څخه یې دفاع کړې ده.

همداراز، په همدې موده کې حقوقي مساعدینو له لوري ۵۰۲ ځله د بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو قضیې تعقیب شوي او ۲۰۰ تنو غوښتونکو ته وړیا حقوقي مشورې وړاندې شوې دي.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مدني او جزائي قضیو کې بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو اشخاصو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کوي او په محکمو کې د هغوی له حقونو څخه دفاع کوي ترڅو عدالت په سمه توګه تأمین شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS