په تېرو دوو میاشتو کې څه‌باندې ۳۷ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۲۷
.

 د عدلیې وزارت په تېرو دوو میاشتو کې په مرکز کې د ۸۰ برنامو په جوړولو سره ۳۷ زره او ۷۲۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

دا برنامې د دغه وزارت د حقوقي مرستو ریاست د مسلکي غړو له لورې په مدرسو، ښوونځیو، ناحیو، تعلیمي حوزو او امنیتي حوزو کې جوړې شوې دي او په هغو کې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د خلکو د حقونو او مکلفیتونو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

دغه‌راز، په دې برنامو کې د بېلابېلو حقوقي موضوعاتو په هکله ۴۰ تنو ته حقوقي مشورې هم وړاندې شوې دي.

له بل‌خوا د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د ۱۸۸ وړیا شمېرې له لارې په مرکز او ولایتونو کې ۱۱۳۳ تنو ته د حقوقي مسائلو په اړه مشورې وړاندې کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۴۸
Background image

په تېرو دوو میاشتو کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د ربیع الثاني او جمادي الأولی د میاشتو په اوږدو کې، لسګونو بی‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۳۹
Background image

په تېرو درېیو میاشتو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹۰۰ دفترونه د معاملاتو لارښوونې له انلاین سیستم سره نښلول شوي دي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورونکو په فعالیتونو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د هغوی د چارو د ښه تنظیم په موخه په کابل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۲۷
Background image

په تېرو دوو میاشتو کې څه‌باندې ۳۷ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

 د عدلیې وزارت په تېرو دوو میاشتو کې په مرکز کې د ۸۰ برنامو په جوړولو سره ۳۷ زره او ۷۲۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

دا برنامې د دغه وزارت د حقوقي مرستو ریاست د مسلکي غړو له لور. . .

BACK TO NEWS