په تېرو دوو میاشتو کې څه‌باندې ۳۷ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

barekzai_admin
Sat, Nov 28 2026 2:27 PM
.

 د عدلیې وزارت په تېرو دوو میاشتو کې په مرکز کې د ۸۰ برنامو په جوړولو سره ۳۷ زره او ۷۲۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

دا برنامې د دغه وزارت د حقوقي مرستو ریاست د مسلکي غړو له لورې په مدرسو، ښوونځیو، ناحیو، تعلیمي حوزو او امنیتي حوزو کې جوړې شوې دي او په هغو کې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د خلکو د حقونو او مکلفیتونو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

دغه‌راز، په دې برنامو کې د بېلابېلو حقوقي موضوعاتو په هکله ۴۰ تنو ته حقوقي مشورې هم وړاندې شوې دي.

له بل‌خوا د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د ۱۸۸ وړیا شمېرې له لارې په مرکز او ولایتونو کې ۱۱۳۳ تنو ته د حقوقي مسائلو په اړه مشورې وړاندې کړې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS