د عدلیې وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې عریضه لیکونکو ته ۱۱۶ نوي او تمدیدي جوازونه وېشلي دي

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۱۵
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو  په اوږدو کې په مرکز کې ۲۴ عریضه لیکونکو ته نوي جوازونه وېشلي او د ۹۲ نورو عریضه لیکونکو د فعالیت جوازونه یې تمدید کړي دي.

همدارنګه د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست په دې موده کې د ۲۹۷ عریضه لیکونکو فعالیتونه تر نظارت او بررسۍ لاندې نیولي دي.

د یاد ریاست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د عریضه لیکونکو فعالیتونه تر نظارت لاندې نیسي، تر څو د هغوی چارې د اصولو او نافذه قوانینو مطابق ترسره شي او هم د خلکو په کار کې اسانتیا رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۳۹
Background image

په تېرو درېیو میاشتو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹۰۰ دفترونه د معاملاتو لارښوونې له انلاین سیستم سره نښلول شوي دي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورونکو په فعالیتونو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د هغوی د چارو د ښه تنظیم په موخه په کابل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۲۷
Background image

په تېرو دوو میاشتو کې څه‌باندې ۳۷ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

 د عدلیې وزارت په تېرو دوو میاشتو کې په مرکز کې د ۸۰ برنامو په جوړولو سره ۳۷ زره او ۷۲۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

دا برنامې د دغه وزارت د حقوقي مرستو ریاست د مسلکي غړو له لور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې عریضه لیکونکو ته ۱۱۶ نوي او تمدیدي جوازونه وېشلي دي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو  په اوږدو کې په مرکز کې ۲۴ عریضه لیکونکو ته نوي جوازونه وېشلي او د ۹۲ نورو عریضه لیکونکو د فعالیت جوازونه یې تمدید کړي دي.

همدارنګه د. . .

BACK TO NEWS