د عدلیې وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې عریضه لیکونکو ته ۱۱۶ نوي او تمدیدي جوازونه وېشلي دي
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې په مرکز کې ۲۴ عریضه لیکونکو ته نوي جوازونه وېشلي او د ۹۲ نورو عریضه لیکونکو د فعالیت جوازونه یې تمدید کړي دي.
همدارنګه د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست په دې موده کې د ۲۹۷ عریضه لیکونکو فعالیتونه تر نظارت او بررسۍ لاندې نیولي دي.
د یاد ریاست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د عریضه لیکونکو فعالیتونه تر نظارت لاندې نیسي، تر څو د هغوی چارې د اصولو او نافذه قوانینو مطابق ترسره شي او هم د خلکو په کار کې اسانتیا رامنځته شي.
