د افغانستان روغتیا په دویم داخلي او نړیوال نندارتون کې د عدلیې وزارت ګډون
عدلیې وزارت د «افغانستان روغتیا» په دویم داخلي او نړیوال نندارتون کې چې د افغانستان د نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوی دی، ګډون کړی او لیدونکو ته د تقنیني اسنادو جریدې او همدارنګه د قوانینو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو ټولګې وړاندې کوي.
لیدونکي کولای شي په دغه نندارتون کې د عدلیې وزارت له غرفې څخه یاد شوي اسناد ترلاسه کړي.
