د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۴۱
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه وزارت د مالي او اداري رياست اړوند د شپږمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.
په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د کارکوونکو چارو ریاست او د دغه وزارت د  نورو برخو مسئولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست مسئولینو د یاد بست د اهميت، د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه هم ډاډ ورکړ.
په دې ازموینه کې د ګډون لپاره ۷۲ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دې جملې څخه ۵۱ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یاد بست ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه وزارت د خپرونو او عامه اړیکو رياست اړوند د پنځمې رتبې د یوه تش بست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه وزارت د مالي او اداري رياست اړوند د شپږمې رتبې د یوه تش بست رقابتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ترمنځ د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد سند لاسلیک شو

د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS