په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۲۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکيلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور موضوعات تر بررسي لاندې ونيول شول.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د ستونزو لرې کولو په برخه کې یې د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.
