په پکتیا ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۳۸
.

 د پکتیا ولایت عدلیې رياست د شوال د مياشتې په ۱۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه جوړه کړه.

د یادې برنامې په پرانیسته کې د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس، مولوي فاتح الله فاتح  د ازموينې د شفاف والي ډاډ ورکړ او ټينګار یې وکړ چې عریضه ليکونکي دې د جواز له اخیستو وروسته خپل فعاليتونه د اصولو او قوانينو په رڼا کې ترسره کړي.

په یاده ازموينه کې چې د عدليې رياست او د نورو سيمه ایزو ادارو استازو ترې څارنه وکړه، د فعالیت د جواز ۱۶ تنو غوښتونکو برخه اخيستې وه.

د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډ‌ول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت د سپینو بیرغونو پورته کول

 عدلیې وزارت د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت، د دغه وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه پورته کړل.

دا بیرغونه چې یو لوی او نور متوسط بیرغونه په کې شامل. . .

BACK TO NEWS