د عدلیې وزارت، استخباراتو او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۷
.

 د اسلامي امارت عدلیې وزارت د همغږۍ د پیاوړتیا او د مدافع وکیلانو د ستونزو د لرې کولو په موخه د یاد وزارت د مسؤولینو، د استخباراتو عمومي ریاست استازي او یو شمېر مدافع وکیلانو په ګډون ناسته جوړه کړه.

یاده ناسته د شعبان میاشتې په ۲۳مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې د مالي او اداري رئیس، محترم شیخ‌الحدیث مولوي سیدحبیب الحبیب، د دغه وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد محمد طلحه، د استخباراتو عمومي ریاست استازی، محترم مولوي عبدالعزیز او د مدافع وکیلانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د عدلیې وزارت مالي او اداري رئیس، محترم شیخ‌الحدیث مولوي سیدحبیب الحبیب د خلکو د حقوقي ستونزو د حل او په محکمو کې د هغوی د شرعي حقونو د دفاع په برخه کې د مدافع وکیلانو رول مهم وباله او له مدافع وکیلانو څخه یې وغوښتل چې په دیانت او اخلاص سره کار وکړي. هغه زیاته کړه چې د عدلیې وزارت هڅه کوي تر څو د مدافع وکیلانو کاري ستونزې او ننګونې حل کړي.

د استخباراتو عمومي ریاست استازي، محترم مولوي عبدالعزیز په دې ناسته کې وویل چې د تېرو دوو لسیزو جهاد پر مهال هم مدافع وکیلانو رول درلود او د بندیانو مجاهدینو له حقونو یې دفاع کړې ده. نوموړي د یادې ادارې، عدلیې وزارت او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د استخباراتو عمومي ریاست به تل له مدافع وکیلانو سره همکار واوسي.

په دې غونډه کې محترم عبدالغفار کامیاب د مدافع وکیلانو په استازیتوب خبرې وکړې او په ځانګړي ډول یې په محکمو کې د دوی کاري ستونزې شریکې کړې. هغه د مدافع وکیلانو د انسجام نافذ طرزالعمل ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې اړینه ده دغه طرزالعمل په بشپړ ډول تطبیق شي.

له‌بلې خوا د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد محمد طلحه په دې ناسته کې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې مدافع وکیلان د نظام هغه برخه ده چې د خلکو له حقونو څخه دفاع کوي او په ټولنه کې د ظلم مخه نیسي. نوموړي وویل چې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ترڅنګ ولاړ دی او له هغوی څخه ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول

 د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

BACK TO NEWS