په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۲۹
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ،  د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې له ۱۵ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو موټر پلورنځیو د ثبت کتابونه، جوازلیکونه، رسمي‌سټې، لوحې او نور اړين سندونه بررسي کړل.

پلاوي د ياد نظارت په ترڅ کې د ۱ موټر پلورنځی د غير قانوني فعاليت له امله وتړه او د پاتې نورو موټر پلورنځیو متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه لازمې توصيې وکړې.

همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو موټر پلورنځیو متصديانو هم خپلې موجودې ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS