په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۰:۱۱
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الآخرة د مياشتې په لومړۍ نېټه د ‌‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په نهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.

پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د یادونې ده چې د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS