په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۱۰۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۲۲
.

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰۱ دفترونو او یو شمېر استوګنیزو بلاکونو څخه نظارت ترسره کړی.

په دې نظارت کې د یادو دفترونو رسمي سټې، د فعاليت جوازونه، د پیر او پلور قانوني‌توب او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې متصديانو ته توصیه وشوه چې د هغو کورنو او ودانیو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د هغو کرایه د ۱۴۰۳ کال په پرتله له لس سلنې څخه لوړه شوې وي.

همداراز، د بلاکونو او استوګنیزو کورونو مالکینو ته توصیه شوې چې له ټاکلې اندازې څخه کرایه لوړه نه کړي او د سپینو پاڼو پر ځای له رسمي سټو څخه کار واخلي. 

دغه راز په همدې موده کې یادې کمېټې د ۲۷ تنو شکایتونه اورېدلي او د رسيدګۍ په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS