د ننګرهار عدليې رياست او د جلال‌اباد ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۷
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې رياست او د جلال‌اباد ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۵مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د دواړو ادارو رئیسانو او نورو مسؤولینو په ګډون، د ښاروالۍ په مقر کې ترسره شوه.  
د عدليې رئيس مولوي محمد رئیس محمدي، په دې ناسته کي د صنفي اتحادیو یو شمېر ستونزې له ښاروالۍ سره شریکې کړې او یادو اتحادیو ته یې د مشخصو نرخنامو د تعیین او د اړوندو مسؤولینو لخوا یې د تطبیق غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د جلال‌اباد ښاروال، قاري بلال د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې د اتحادیو د ستونزو د حل په برخه کې هڅې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۹ دفترونه د غیرقانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۹۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
د یاد نظارت په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۴۵
Background image

په فاریاب ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د فاریاب ولایت عدلیې رياست د شعبان د مياشتې په ۲۲مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۶ تنو غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست په مقر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د شعبان د میاشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS