په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۱۵
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۳ مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  اوومه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.

پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د یادونې ده چې د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د عدلیې وزیر د پنځو ولایتونو د عدلیې او کرنې له رئیسانو سره په کتنه کې د کاري چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د جمادی الآخرة د میاشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او لوګر ولایتونو د عدلیې او کرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۸ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ،  د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

په تېره اوونۍ کې په کابل ښار کې له ۱۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۸ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو. . .

BACK TO NEWS