په پکتیا ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو د فعالیت نظارت کېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۵۰
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې رياست د انسجام عمومي مدیریت نظارتي پلاوي د یاد ولایت د مرافعې محکمې او مستوفیت د استازو په ګډون د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۹ او ۳۰ مه نېټه د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو، د یاد ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د ۱۳ تنو عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره کړ.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د عریضه ليکونکو ستونزې او کاري نيمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په موخه یې یادو عریضه لیکونکو ته لازمې توصیې او لارښوونې وکړې.

د پکتیا ولایت، عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د عریضه لیکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS