په لغمان ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۲۲
.

 د لغمان ولایت عدلیې رياست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۰مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.

په یاده ازموينه کې د عدليې رياست مسؤولينو ګډونوالو ته د ازموينې پروسې د شفاف والي ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د عریضې ليکنې د فعاليت قانوني جواز به په شرایطو برابرو عریضه لیکونکو ته ورکړل شي.

د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډ‌ول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۸
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کاپیسا ولایت د والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال، د استيناف محکمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۹
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  شپږمې ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۱ دفتر. . .

BACK TO NEWS