په لغمان ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

د لغمان ولایت عدلیې رياست د ربیعالآخر د مياشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.
په یاده ازموينه کې د عدليې رياست مسؤولينو ګډونوالو ته د ازموينې پروسې د شفاف والي ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د عریضې ليکنې د فعاليت قانوني جواز به په شرایطو برابرو عریضه لیکونکو ته ورکړل شي.
د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.