په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۶
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د پروان ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورنو د کرایې ورکولو څخه ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال پرتله کرایه یې له لس سلنې څخه ډېره وي.

همدارنګه یادې کمېټې د درېيو تنو عریضو ته چې د کورونو له مالکینو څخه یې د کرایې د لوړوالي په هکله شکایت درلود، هم رسېدنه وکړه

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

د کورونو د کرایې د کنټرول د ولایتي ګډې کمیټې په ترکیب کې د عدلیې، استخباراتو، کور او ښار جوړولو،  امر بالمعروف او نهی عن المنکر ، د ښاروالۍ ریاستونو او د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې استازي شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۸
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کاپیسا ولایت د والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال، د استيناف محکمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۹
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  شپږمې ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۱ دفتر. . .

BACK TO NEWS