په لوګر ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۶
.

 د لوګر ولایت عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، پل علم ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
په دې نظارت کې نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو په چارو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د لرې کولو په موخه یې د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.
د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو هم خپلې موجودې ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د هغو د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د دفاع وکالت د پنځمې دورې ورودي ازموینه د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون واخیستل شوه

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د پنځمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د ربیع. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۱
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۴۴
Background image

په کابل ښار کې ۶ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

BACK TO NEWS