په لغمان ولایت کې له ۱۲ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د لغمان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیعالآخر د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۱۲ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د لغمان ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.
