د پکتیکا عدلیې رئیس د ولسوالیو د امارت د قضایاوو له یو شمېر مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۳۷
.

 د پکتیکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د ولسوالیو د امارت د قضایاوو له یو شمېر مدیرانو سره د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس د خپلو خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې یاد کارکوونکي دې خپل اجراآت په دقت او مسؤوليت سره ترسره کړي او له مراجعينو سره دې ښه چلند وکړي.
همداراز د امارت د قضایاوو مدیرانو هم خپلې موجودې ستونزې له عدلیې ریاست سره شریکې کړې چې د ریاست لخوا د حل ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS