د پکتیکا عدلیې رئیس د ولسوالیو د امارت د قضایاوو له یو شمېر مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه
د پکتیکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار د ربیعالآخر د میاشتې په ۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د ولسوالیو د امارت د قضایاوو له یو شمېر مدیرانو سره د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس د خپلو خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې یاد کارکوونکي دې خپل اجراآت په دقت او مسؤوليت سره ترسره کړي او له مراجعينو سره دې ښه چلند وکړي.
همداراز د امارت د قضایاوو مدیرانو هم خپلې موجودې ستونزې له عدلیې ریاست سره شریکې کړې چې د ریاست لخوا د حل ډاډ ورکړل شو.
