په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۲۰ دفترونه بررسي شول

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۲۱
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه د ربیع‌الآخر د مياشتې په  ۴ او ۵ نېټه د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۲۰ دفترونه او ۹ استوګنیز بلاکونه تر نظارت او بررسۍ لاندې ونيول.
په دې بررسۍ کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې د هغو کورنو او ودانیو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د هغو کرایه د ۱۴۰۳ کال په پرتله له لس سلنې څخه ډېره شوې وي. 
همداراز مؤظفو ټیمونو د بلاکونو او استوګنیزو کورونو مالکینو ته توصیه وکړه چې له ټاکل شوې کچې د کور د کرایې له لوړولو څخه ډډه وکړي. همدارنګه یادو ټیمونو هغوی ته توصیه وکړه چې د معاملاتو په ترسره کولو کې د سپينو پاڼو له کارولو څخه ځان وساتي او پر ځای یې د معاملاتو لارښوونې له رسمي سټو څخه ګټه پورته کړي.
یادو ټیمونو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د کورونو له ګڼ شمېر کرایه نیونکنو سره هم خبرې کړي او په بې‌سارې توګه د کورونو د کرایې لوړیدو څخه یې د هغوی شکایتونه اوریدلي او د رسیدګۍ په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS