د ننګرهار عدليې رئيس د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې پر مسؤولینو ټینګار وکړ چې له اضافي پیسو اخیستلو څخه ډډه کړي

د ننګرهار ولایت د عدليې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي د دغه ولایت د معاملاتو لارښوونې اتحادیې مسؤولینو او د جلالآباد ښار د نههګونو ناحیو د معاملاتو لارښوونې دفترونو استازو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه. او پر هغو یې ټینګار وکړ چې د نافذه قوانینو او اصولو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي.
دا ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې ترسره شوه او د ننګرهار د عدلیې رئیس پهکې وویل چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه باید د حق العمل (کمیشن) اخیستلو په برخه کې اضافي پیسې وانخلي او له ټاکل شوې سلنې سره سم کمیشن واخلي. نوموړي ټینګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه حق نهلري د معاملاتو له داوړو لورو څخه په بېلابېلو عنوانونو اضافي پیسې واخلي.
هغه همداراز د یادو دفترونو له مسؤولينو وغوښتل چې له راستانه شويو کډوالو سره د استوګنځایونو په برابرولو کې همکاري وکړي او په نورو اړوندو برخو کې هم لازمه همغږۍ ولري.
په دې ناسته کې د جایدادونو د مالکینو لخوا د کرایې زیاتولو ستونزې ته د رسیدګۍ لپاره د اړوندو امارتي ادارو د استازو په غړیتوب د یوې کمېټې رامنځته کېدو په اړه هم بحث وشو او په دې هکله لازم تصمیم ونیول شو.
دغه راز په دې ناسته کې د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې مسؤولینو هم خپلې کاري ستونزې له عدليې ریاست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه چې د عدليې ریاست د یادو ستونزو د ژر حل کېدو ډاډ ورکړ.