د ننګرهار عدليې رئيس د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې پر مسؤولینو ټینګار وکړ چې له اضافي پیسو اخیستلو څخه ډډه کړي

barekzai_admin
Wed, Aug 27 2025 2:31 PM
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي  د دغه ولایت د معاملاتو لارښوونې اتحادیې مسؤولینو او د جلال‌آباد ښار د نهه‌ګونو ناحیو د معاملاتو لارښوونې دفترونو استازو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه. او پر هغو یې ټینګار وکړ چې د نافذه قوانینو او اصولو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي.
دا ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې ترسره شوه او د ننګرهار د عدلیې رئیس په‌کې وویل چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه باید د حق العمل (کمیشن) اخیستلو په برخه کې اضافي پیسې وانخلي او له ټاکل شوې سلنې سره سم کمیشن واخلي. نوموړي ټینګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه حق نه‌لري د معاملاتو له داوړو لورو څخه په بېلابېلو عنوانونو اضافي پیسې واخلي.
هغه همداراز د یادو دفترونو له مسؤولينو وغوښتل چې له راستانه شويو کډوالو سره د استوګنځایونو په برابرولو کې همکاري وکړي او په نورو اړوندو برخو کې هم لازمه همغږۍ ولري.
په دې ناسته کې د جایدادونو د مالکینو لخوا د کرایې زیاتولو ستونزې ته د رسیدګۍ لپاره د اړوندو امارتي ادارو د استازو په غړیتوب د یوې کمېټې رامنځته کېدو په اړه هم بحث وشو او په دې هکله لازم تصمیم ونیول شو.
دغه راز په دې ناسته کې د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې مسؤولینو هم خپلې کاري ستونزې له عدليې ریاست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه چې د عدليې ریاست د یادو ستونزو د ژر حل کېدو ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS