د کورونو د کرايې د کنټرول د ګډې کمېټې ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۴:۴۲
.

 د کورونو د کرايې د کنټرول ګډه کمېټه چې د عدليې وزارت په رهبرۍ او د امنيې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو  اړوندو امارتي ادارو په غړيتوب جوړه شوې، خپله لومړۍ ناسته ترسره کړه.

دا ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۸مه نېټه د عدليې وزارت مسلکي معين، شيخ الحديث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ او د غړو ادارو د استازو په ګډون د دغه وزارت په مقر کې ترسره شوه.

کمېټې پرېکړه وکړه چې د استوګنې د کورونو مالکان اجازه نه لري چې د خپلو کورونو کرايه د ۱۴۰۳ کال په پرتله له ۱۰ سلنې څخه زياته کړي او له دې سلنې د زیاتېدو په صورت کې دې سرغړونکي تر قانوني تعقيب لاندې ونیول شي.

کمېټې همدارنګه پرېکړه وکړه چې هغه کرايي قراردادونه چې په سپين کاغذ او يا په خپله‌جوړو شویو سټو کې ليکل شوي وي، رسيدګۍ لپاره معتبر نه دي او د ترلاسه کېدو په صورت کې تر قانوني تعقيب لاندې نیول کېږي. هغو کسانو چې په سپين کاغذ يا په خپله‌جوړو شویو سټو کې معاملې کړې دي، هغه دې ژر تر ژره د معاملاتو لارښوونې په رسمي سند کې درج کړي.

د کورونو د کرايې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدليې وزارت په رهبرۍ او په ولايتونو کې د عدليې رياستونو په رهبرۍ په جدي توګه د کورونو د کرايې له قراردادونو نظارت کوي او د کرايې زياتوالي او يا غير رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به، له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS