د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته جوړیدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د دغه وزارت د اداري معین، محترم مولوي عبدالغني فایق او مرکزي رئیسانو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د محکمو په غونډو کې د عدلیې وزارت د حقوقي مساعدینو او مدافع وکیلانو د ګډون، خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو د پياوړتیا، په کاري چارو کې د اصولو او قوانینو د لاښه تطبیق او یو شمېر نورو اداري موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو بهیر دې له پخوا څخه ډېر پیاوړی شي او نورو اداري موضوعاتو دې د اړوندو ریاستونو په همغږۍ رسیدګي وشي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS